BBC News, پښتو - کور پاڼه

Top story - Pashto

  • د سویلي افریقا یوازې ۲۴ سلنه نفوس ته کورونا ضد واکسین ورکړل شوي دي.

    د روغتيا نړيوال سازمان د کورونا وېروس نوې بڼه د "اندېښنې" وړ بللې او اومېکرون نوم یې ورکړی

    د روغتیا نړیوال سازمان 'ډبلیو ایچ او' د کورونا وېروس نوې بڼه 'د اندېښنې وړ' بللې او دا وېروس یې د اومېکرون په نامه یاد کړی دی. ډبلیو ایچ او مسوولین وايي، د وېروس په دې بڼه کې خورا ډېر بدلون راغلی او لومړنۍ نښې - نښانې یې پرې د بیا اخته کېدو ډېر احتمال ښيي.

  • د کډوالو ډوبې شوې کښتۍ کې وژل شوې یوه ښځه وپېژندل شوه

    ۲۴ کلنه کرد ښځه مریم نوري محمد امین لومړنۍ هغه ده، چې روانه اونۍ د انګلش چېنل سمندري تنګي لارې اوږدو کې د کډوالو ډوب شوې کښتۍ له وژل شویو کسانو وپېژندل شوه.

  • کابل؛ سلګونه نجونو او هلکانو د افغان - ترک ښوونځيو داخلې لپاره ازموینه ورکړه

    د جمعې پر ورځ د افغانستان پلازمېنه کابل کې سلګونو افغان نجونو د افغان - ترک نړیوالو ښوونځیو داخلې لپاره ازموینه ورکړه. افغان - ترک ښوونځي له معتبرو ښوونځیو نړیواله تعلیمي اداره ده، چې افغانستان کې فعالیت کوي. د طالبانو پوهنې وزارت یوه مسوول احسان خطب هم په دې مناسبت دې مراسمو کې ګډون کړی و او د ترکیې حکومت مننه یې وکړه.

  • هند، روسيې او چين افغانستان ته د سملاسي مرستو رسولو غوښتنه کړې

    د هند، روسیې او چین د بهر نیو چارو وزیران د یوې انلایني غونډې له لارې د افغانستان پر روان خرابېدونکي بشري وضعیت غږېدلي دي. د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دغه درې اړخيزه غونډه کې هند په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو او په ځانګړې توګه د افغانانو د ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه غونډه چې مشري يې د هند د بهرنيو چارو وزير جي شنکر کوله په افغانستان کې يې د يوه ټولګډوني حکومت په جوړېدو ټینګار کړی او وايي د ترهګرۍ او مخدره موادو د مخنيوي په لارو چارو هم سره غږېدلي دي.

  • اصفهان کې د اوبو د کمښت له امله مظاهرې؛ پر لاريون کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز کارول شوی

    د ايران اصفهان ښار کې د رپوټونو له مخې امنيتي ځواکونو د زاينده سيند پر غاړو د اوبو د کمښت پر ضد پر اعتراض کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی. په خواله رسنيو خپرو شويو ويډيو ګانو کې د زاينده رود په شاوخوا کې د ډزو غږونه اورېدل کېږی او د بلوا ضد پوليس هم په کې ښکاري. داسې ويډيوګانې هم خپرې شوې چې لاريون کوونکي په کې د امنيتي ځواکونو له خوا ټپيان شوي، د ځينو رسنيو په وينا پوليسو د لاريون کوونکو د خورولو لپاره ګولۍ هم کارولې دي.

نيمه نړۍ

ځانګړي مطالب

  • هغه هندی پولیس افسر راڅرګند شو چې له میاشتو راهیسې بې درکه و

    په هند کې د پولیسو یو افسر چې سخت تورونه پرې لګېدلي، له څو میاشتې تري تم کېدو وروسته لومړی ځل عام محضر کې لیدل شوی دی.

  • د طالبانو د حکومت سل ورځې؛ حکومتولي، نړیوالو سره اړیکې، داعش او نورې ننګونې او لاسته راړونې

    نژدې شل کاله وروسته طالبان یو ځل بیا افغانستان کې د واک پر گدۍ ناست دي. سل ورځې وړاندې د اګست پر پنځلسمه طالبان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل. وسلوال یې له خپلو امریکايي وسلو سره پر هغه ځاى پنډ شول چې څو ساعت مخکې ترې پخواني ولسمشر اشرف غني لنډه وینا کړې وه. پوښتنه دا ده چې په تېرو سلو ورځو کې طالبانو خپلې څومره ژمنې پوره کړې دي،‌ او د هغه غوښتنې یې څومره منلې دي چې نړیواله ټولنه پرې ټینګار کوي.

  • طالبان وايي د کوکنارو کښت د مخنيوي لپاره بايد بديل وموندل شي

    د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، د کوکنارو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې بدیل کښت وموندل شي او نړيوال له افغانستان سره دې برخه کې مرسته وکړي. د ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې له هغو رپوټونو وروسته کېږي چې وايي افغانستان کې سږ کال د طالبانو په راتګ سره د کوکنارو کر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی. خو ښاغلی مجاهد د زیاتوالي خبره ردوي. کندهار کې بزګر وايي طالبانو تر اوسه د کوکنار کر نه دی منع کړی. خو وايي اصلي ستونزه د کروندګر له مالي پلوه بې وسي ده.

  • کورونا وېروس د نړۍ پر نقشه

    کورونا وېروس نقشه

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

یونېسف: له څلور میلیونه ډېر افغان ماشومان ښوونځي ته له تلو بې برخې دي

په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو ملاتړ اداره یونېسیف مسوولین وايي، له څلور میلیونو ډېر افغان ماشومان ښوونځي له تلو محروم دي. یونېسیف په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، له زدکړو د محرومو افغان ماشومانو له نیمايي زیات شمېر نجونې دي. یونېسف مسوولینو مخکې ویلي و، د نجونو د زده کړې راتلونکې په اړه ژوره اندېښنه لري.

د تېلو پلور کې د ګټې پر سر ناندرۍ؛ پاکستان کې ګڼ شمېر پټرول پمپونو کاربندیز کړی

د پاکستان انرژۍ وزیر حماد اظهر په خپل هېواد کې د پټرول پمپونو له څښتنانو غوښتي چې خلکو ته د ورپېښو ستونزو ته په کتو سره د کاروبار تړلو پر پرېکړه بیا غور وکړي.

  • روسیه؛ د ډبرو سکرو کان پېښه کې د وژل شویو شمېر ۵۲ کسانو ته ورسېد

    روسیه کې چارواکي وايي، د کان کېندنې یوه پېښه کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي دي. دا پېښه تېره یوه لسیزه کې د روسیې کان کېندنې تر ټولو ناوړه پېښه بلل شوې.

  • په شکنجه تورن اماراتي جنرال د 'انټرپول' نړیوالو پولیسو نوی مشر شو

    د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت یو جنرال احمد ناصر الرئیسي، چې په تېر کې په شکنجه کې په ښکېلتیا تورن شوی،‌ د انټرپول نړیوالو پولیسو نوی مشر ګومارل شوی دی. د بشري حقونو ډلو هڅه کړې وه چې دې دندې ته د نوموړي د نوماندۍ مخه ونیسي. دا ډله وایي، ښاغلي الرئیسي د متحده عربي اماراتو پر امنیتي ځواکونو د شکنجې تورونه په سمه توګه نه ده پلټلي.‌ خو نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او دنده ک ېې د روټنتیا او قاطعیت ژمنه کړې.

د مانچسټر يونايټېډ روزونکی له دندې ګوښه شو

د انګلنډ فوټبال غوره ليګ کې د مانچسټر يونايټېډ لوبډلې روزونکی اولې ګونر سولشاير د شنبې پر ورځ د واډفورډ لوبډلې پر وړاندې له ۴-۱ ماتې وروسته يونايټېډ له دندې ګوښه کړ. له دغې ماتې وروسته مانچسټر يونايټېډ د پرېمير ليګ په جدول کې اووم ځای ته راښکته شو. مانچسټر يونايټېډ سږنيو پرېميرليګ سياليو کې تراوسه ټولې ۱۲ لوبې کړې چې پنځه يې ګټلې، پنځه يې بايللې او دوې يې مساوي پای ته رسولې دي.

کورونا وېروس: په اروپا کې له خبرداري سره پولنډ کې د نویو ناروغانو شمېر ډېر شوی

په اروپا کې د کوویډ نویو ناروغانو شمېر له ډېرېدو سره هممهاله پولنډ چارواکو ویلي، که د نویو ناروغانو شمېر کم نه شي، محدودیتونه به له سره ولګوي.

کام ایر هوايي شرکت له ننه د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنې پیلوي

د افغانستان کام ایر خصوصي شرکت له ننه د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنې پیلوي. په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې له ډېرو هڅو وروسته یې د دغو الوتنو بیا پیل ته لار جوړه کړه. دغه راز د پژواک خبري آژانس د کام ایر هوايي خصوصي شرکت د چارواکو له قوله وايي چې د دغو الوتنو په تړاو د افغان جنرال کونسل مسعود احمد عزیزي او د کام ایر د رییس تیمور شاه ترمنځ خبرې شوې دي.

د انسټاګرام په هکله پلټنه کېږي چې څنګه ماشومانو ته رسېږي

د امریکا متحدو ایالتونو کې د یو شمېر ایالتونو چارواکي وايي، هڅه کوي پوه شي چې سره له دې چې ماشومانو ته احتمالي خطر لري، خواله رسنۍ انسټاګرام څنګه تر ماشومانو پورې رسېږي.

د هند خپلواکۍ په هکله د فلمي ممثلې څرګندونو ناندرۍ راپورته کړې

له بریتانیا د هند خپلواکۍ ترلاسه کولو په هکله د هندۍ ممثلې کنګنا راناوت څرګندونو په دې هېواد کې پراخې ناندرۍ راپورته کړې دي.

ځانګړې پاڼه

  • افغانستان کې د هوايي بریدونو مرګونی میراث

    د امریکايي ځواکونو د وتلو په ټېل ماټېل کې کابل د یوه بل خونړي برید درد ولید، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې وينلړلې پېښه. امریکايي پوځیانو افغانستان کې د خپل حضور پر مهال وروستی برید پلازمېنه کابل کې پر یوه موټر وکړ چې له هوا په نښه شو، د ۷ ماشومانو په ګډون لس ولسي کسان په کې مړه شول. برید د اګسټ پر ۲۹ د یوې بې پیلوټه الوتکې پر مټ و. دا وړ ګزارونه د افغانستان د شل کلنې جګړې پر وخت د ترهګرۍ خلاف د بریدونو یوه له مهمو کارېدونکو بڼو وه.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , Pashto Tv, ۱۳:۳۰, ۲۷ نومبر ۲۰۲۱, ۲۶،۰۰ موده

  • واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۲۷ نومبر ۲۰۲۱, ۲۹،۳۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • راديويي څپې

    غږیز کتاب

    واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

    خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.