BBC News, پښتو - کور پاڼه

Top story - Pashto

  • A protester in Sudan waves a flag

    سودان کې له پوځي کودتا وروسته پراخې مظاهرې شوې

    سودان کې له پوځي کودتا یوه ورځ وروسته قهریدلي مظاهره کوونکي لا هم په لارو کوڅو کې احتجاجونه کوي. د کودتا مشر جنرال عبدالفتاح برهان د دوشنبې پر ورځ د سودان ملکي اداره لغوه کړه، سیاسي مشران یې ونیول او بېړنیز حالت یې اعلان کړ. رپوټونو کې ویل شوي، پوځیانو پر مظاهره کوونکو ډزې کړې، چې پایله کې یې لس کسان وژل شوي دي.

  • د کرېکټ بريا، ملي بيرغ او ملي سرود ته د غني، پښتين او نورو غبرګونونه

    افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې دوشنبه د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه کې سکاټلنډ ته په ۱۳۰ منډو لویه ماتې ورکړه. دا بریا طبعاً چې د افغان کرېکټ مینه والو لپاره د خوشحالۍ خبره وه، خو په لوبه کې یوې بلې صحنې تر بریا هم ډېر د افغانانو احساسات را وپارول. د لوبې په پیل کې افغان لوبډله د افغانستان درې رنګ ملي بیرغ سره میدان ته دننه شوه.

  • کرېکټ نړيوال جام: افغانستان سکاټلنډ ته په ۱۳۰ منډو ماته ورکړه؛ مجيب ځدراڼ پنځه لوبغاړي وسوځول

    افغانستان د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو کې له سکاټلینډ سره مخامخ دی. دا لوبه په شارجه کې کېږي، چې پچه يې افغانستان وګتله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. د افغانستان لپاره حضرت الله ځاځي ۴۴ او شهزاد محمدي ۲۲ منډې جوړې کړې. د یادونې ده چې افغانستان به د دې سیالیو بله لوبه د روانې میاشتې پر ۲۹ نېټه له پاکستان سره تر سره کوي، چې پرون یې خپل دودیز سیال هند ته په لسو وېکټو ماته ورکړه.

  • "سعودي شهزاده د پخواني پاچا عبدالله د وژلو وړاندیز کړی و"

    د سعودي عربستان د استخباراتو یو پخواني افسر ادعا کړې ده چې شهزاده محمد بن سلمان په ۲۰۱۴ کال کې د سعودي د پخواني پاچا عبدالله د وژلو وړاندیز کړی و. سعد الجبري د امریکا له (سي بي اېس) تلویزیون سره یوه مرکه کې ویلي، شهزاده سلمان غوښتل چې پخوانی پاچا عبدالله یوې 'زهرجنې' ګوتمې په مرسته ووژني او خپل پلار د پاچاهۍ په ګدۍ کېنوي. هغه مهال د سعودي عربستان په شاهي کورنۍ کې پر دې خبره جنجالونه وو چې د پخواني پاچا عبدالله ځایناستی به څوک وي.

  • د ملګرو ملتونو خبرداری: افغانستان د خوړو د کموالي له سخت بحران سره مخامخ دی

    د ملګرو ملتونو خوړو سازمان 'ډبلیو ایف پي' مسوولینو خبرداری ورکړی، که سملاسي اقدامات و نه شي، سږ ژمی به میلیونونه افغانان له لوږې سره مخامخ شي. مسوولین وايي، داسې احتمالي خطر شته چې ښايي د افغانستان نیمايي نفوس، نژدې ۲۲ اعشاریه اته میلیونه کسان د کافي خوړو له نه خوندیتوب او له پنځه کلنۍ د کم عمر نژدې درې اعشاریه دوه میلیونه ماشومان له کم خوراکۍ سره مخامخ شي.

شل اوريز کرېکټ نړيوال جام

  • کرېکټ نړيوال جام: استراليا له جنوبي افريقا او انګلنډ له وېسټ انډيز خپلې سيالۍ وګټلې

    د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام دويم پړاو سيالۍ په متحده عرب اماراتو کې پيل شوې. د دويم پړاو دې سياليو کې ۱۲ لوبډلې ګډون کوي چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. په لومړي ګروپ کې انګلنډ، استراليا، جنوبي افريقا او وېسټ انډيز دي په دويم ګروپ کې افغانستان، پاکستان، هند او نيوزيلنډ شامل د

  • کرېکټ: کرټس کيمفر پرلپسې د څلور لوبغاړو په سوځولو د راشد خان او ملېنګا رېکارډ برابر کړ

    د دوشنبې پر ورځ د کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام لړ کې د هالنډ او ایرلنډ تر منځ سیالۍ کې د ایرلنډ لوبغاړي کرټس کيمفر خوښي د لیدو وه، چې پر څلورو پرلپسې توپونو یې د مقابل لوري څلور لوبغاړي وسوځول.

  • کرېکټ: افغانستان تمریناتي لوبه کې ویسټ انډیز ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه

    د افغانستان او ویسټ انډیز تر منځ متحده عربي اماراتو کې د کرېکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو لړ کې تمریناتي لوبه افغانستان د ۵۶ منډو په توپیر وګټله. د افغان لوبډلې د ټولو شل اورونو له لوبې ورسته پنځه لوبغاړي وسوځېدل او ویسټ انډیز ته یې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه، خو ویسټ انډیز لوبډلې د ټولو اورونو له لوبې وروسته پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۳ منډې جوړې کړې.

  • کرېکټ: جنوبي افريقا له افغانستانه په ۴۱ منډو تمريناتي لوبه وګټله

    د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام لپاره تمريناتي لوبه کې جنوبي افريقا افغان لوبډلې ته په ۴۱ منډو ماته ورکړه. جنوبي افريقا د پچې له ګټلو وروسته لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې وکړې. د جنوبي افريقا له خوا د ټاکلي هدف په ځواب کې افغان لوبډلې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۱۰۴ منډې جوړې کړې او سيالي يې وبايلله.

ځانګړي مطالب

نیمه نړۍ

  • یو شمېر افغان ښځو له ملګرو ملتونو غوښتي، د افغانستان استازولي دې طالبانو ته نه ورکوي

    یو شمېر افغان ښځو له ملګرو ملتونو غوښتي په دغه سازمان کې دې د طالبانو استازولۍ ترلاسه کولو مخه ونیسي.

  • ملاله: طالبان دې افغانو نجونو ته هم د زدکړو اجازه ورکړي

    د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د زدکړو فعالې ملالې یوسفزۍ پر افغان طالبان غږ کړی چې په دې هېواد کې د هلکانو ترڅنګ نجونو ته ښوونځي ته د تلو او د زدکړو اجازه ورکړي. نوموړې بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، وېره لري چې د نجونو پر زدکړو اوسنی بندیز ښایي کلونه دوام وکړي. افغان طالبانو رسماً ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز نه دی لګولی، خو تېره میاشت یې اعلان کړی و چې د منځنیو ښوونځیو نجونې دې 'د مناسب چاپېریال تر برابرېدو' په کورونو کې پاتې شي.

  • ویډیو, افغان مېرمنې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې دي, موده 4,03

    ه هغه راهیسې چې په افغانستان کې طالبانو نجونې له منځني ښوونځي منع کړې دي، دا دی یوه میاشت وشوه. په روغتیايي سکتور کې له ښځینه کارکوونکو پرته، نورې ښځې هم تر اوسه نه دي توانېدلې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي.

  • بښنې نړیوال سازمان: افغانو نجونو ته دې سملاسي ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي

    د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې افغانستان کې دې نجونو ته په سملاسمي توګه ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي.‌ یاد سازمان وایي، له ګڼ شمېر نجونو زدکوونکو او ښوونکو سره د مرکو پر بنسټ یې خپل تازه رپوټ چمتو کړی. په رپوټ کې راغلي چې ګڼې نجونې او ښوونکې له تاوتریخوالي سره مخ دي او ان د طالبانو لخوا ورته ګواښونه کېږي.

  • ویډیو, افغانستان کې بېوزلي: اقتصاد پرځېدو ته نژدې شوی, موده 0,01

    د سویډن حکومت یوه وزیر خبرداری ورکړی چې د افغانستان اقتصاد له هغه ژر په پر ځېدو دی چې فکر یې کېده. سویډن یو له هغو اروپايي هېوادونو دی چې له افغانستان سره ډېرې بشري مرستې کوي. له هغه راهیسې چې، په تېر اګست کې، طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ګڼو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په دغه هېواد کې پراختیايي کارونه بند کړي دي.

  • ویډیو, کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه, موده 2,05

    غواړئ له خپلو زړو موبایلونو سره زر تر لاسه کړئ؟ فېسبوک رښتیا خپل نوم بدلوي؟ دا او د ټکنالوژۍ له برخې ډېر نور تازه معلومات، په لنډو خبرونو کلېک کې کتلی شئ. دا ځل يې ګوربت ننګيال وړاندې کوي.

  • ویډیو, د سپين بولدک- چمن لار: زرګونه مساپر ايسار دي, موده 1,44

    پر ډېورنډ کرښه د سپین بولدک او چمن ترمنځ د تلو راتلو لار اوس له نژدې دريو اونیو راهیسې همداسې تړلې ده. دواړه غاړو ته زرګونه کسان چې لوی شمېر يې ناروغان، ښځې او ماشومان دي، بند پاتې دي. طالبان وايي، تورخم لار یوازې د سوداګریزو موټرو او د هغو کسانو لپاره پرانیستل شوې چې د پاکستان ویزې ولري.

  • ویډیو, د پاکستان اقتصاد: د پور لپاره جوړجاړی نه دی شوی, موده 4,29

    پاکستان د پيسو له نړيوال صندوق سره کې پر خبرو بوخت دی، خو ځايي رسنۍ وايي د دغه هېواد حکومت او ای اېم اېف ترمنځ د پور اخيستو پر سر لا کومې هوکړې ته رسېدنه نه ده شوې. د نړيوالو پور ورکونکو غوښتنو له مخې اسلام اباد ځان خورا سخت دريځ کې ګوري.

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه

نړۍ دا وخت

د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.

  • اروپايي ټولنه په کابل کې د استازولۍ دفتر بېرته پرانیزي

    اروپايي ټولنه غواړي چې تر راتلوونکې یوې میاشتې پورې خپله دیپلوماتیکه استازولي په افغانستان کې پرانیزي او په دې توګه له طالبانو سره خپله محدوده ښکېلتیا پراخه کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې د اروپايي ټولنې د دې ګام هرکلی وکړ او وايي د اروپايي ټولنې د استازولۍ امنیت به باوري کړي.

  • ملا یعقوب: هېڅ ګاونډي ته پر افغانستان د تېری اجازه نه ورکوو

    د طالبانو په حکومت کې د ملي دفاع چار سمبالی وزیر ملایعقوب په یوه غږیز پيغام کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان هېڅ ګاونډی حق نه لري چې د افغانستان پر سرحدي سیمو تېری وکړي. په دې پيغام چې پر خواله رسنیو خپور شوی ټېنګار شوی چې د افغانستان خاوره او هوايي حریم به د چا پرضد نه کارول کېږي. خو که څوک لاس وهنه وکړي نو طالبان لاس تر زنې نه کېني. نوموړي دغه راز ویلي د طالبانو ا داره غواړي ملي او خپلواک پوځ جوړ کړي.

ویډیو, "که بل کسب زدکړم نڅا نه کوم", موده 3,02

پېښور کې د نرښځو له پاره د لاسي توکو نندارتون جوړ شوی و. د دغه نندارتون جوړونکي وايي غواړي له دې لارې دوی ته کار او مسلک ورزدکړي. د نندارتون يوه ګډونواله مينه شمس وايي د لاسي توکيو جوړلو کار يې اوس زدکړی چي دا چاره له "نڅا غوره" بولي.

سودان: د کودتا له رپوټونو سره هممهاله لومړی وزیر او د ملکي حکومت مشران 'نیول شوي'

په سودان کې د پوځي کودتا له رپوټونو سره هممهاله د دې هېواد انتقالي حکومت ملکي چارواکي نیول شوي دي. رپوټونو کې ویل شوي، لومړی وزیر عبدالله حمدوک هم د دې ملکي چارواکو له ډلې یو دی، چې د نامعلومو پوځیانو له لخوا په کور کې نظر بند شوی دی.

کرېکټ نړيوال جام: پاکستان هند ته په لسو وېکټو ماته ورکړه

د کرېکټ نړيوال جام سياليو کې پاکستان په يوه تاريخي لوبه کې هند ته په لسو وېکټو ماته ورکړه. پاکستان د پچې له ګټلو وروسته هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. هند په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې وکړې. په توپ وهنه کې د هند پيل ښه نه و، د سر دوه لوبغاړي يې يو پر بل پسې ژر وسوځېدل.

امریکا واکسین شویو کسانو ته دې هېواد ته د ورتګ اجازه وکوي

د امریکا حکومت اعلان کړی چې د کورونا واکسین له کبله دې هېواد ته پر ورتګ لګېدلي بندیزونه نرموي. له تېرو اتلسو میاشتو راهیسې د اروپایي هېوادونو او بریتانیا وګړو نشوای کولی چې له واکسین پرته امریکا ته سفر وکړي. خو سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې له نومبر میاشتې به ټول واکسین شوي وګړي وکړای شي چې امریکا ته سفر وکړي.

کام ایر هوايي شرکت له ننه د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنې پیلوي

د افغانستان کام ایر خصوصي شرکت له ننه د کابل او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنې پیلوي. په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې له ډېرو هڅو وروسته یې د دغو الوتنو بیا پیل ته لار جوړه کړه. دغه راز د پژواک خبري آژانس د کام ایر هوايي خصوصي شرکت د چارواکو له قوله وايي چې د دغو الوتنو په تړاو د افغان جنرال کونسل مسعود احمد عزیزي او د کام ایر د رییس تیمور شاه ترمنځ خبرې شوې دي.

ویډیو, هند کې يوې نجلۍ د اوتو لپاره په لمريزې انرژۍ چلېدونکې کراچۍ جوړه کړې, موده 2,18

هند کې د جامو اوتو کولو لپاره ګرځېدونکي کسان ډېر ليدل کېږي خو اوتوګان يې د ډبرو سکرو په اور ګرمېږي يو داسې سون توکی چې د هوا ککړتيا کې ونډه لري. خو د تاميل نادو يوې ۱۴ کلنې نجلۍ ورته يوه پاکه حل لاره موندلې. د وېنيشا اوتو کراچۍ په لمريزه انرژۍ چلېږي. بېټرۍ يې برېښنا زېرمه کولی او د شپې مهال بيا کارولی شي.

عبدالرزاق ګورناه د ۲۰۲۱ کال ادبیاتو نوبل جایزه وګټله

تنزانیا الاصله لیکوال عبدالرزاق ګورناه وايي، د ۲۰۲۱ کال ادبیاتو نوبل جایزې لپاره له نومول کېدو وروسته ''منندوی او حیران'' شوی دی.

ځانګړې پاڼه

  • افغانستان کې د هوايي بریدونو مرګونی میراث

    د امریکايي ځواکونو د وتلو په ټېل ماټېل کې کابل د یوه بل خونړي برید درد ولید، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې وينلړلې پېښه. امریکايي پوځیانو افغانستان کې د خپل حضور پر مهال وروستی برید پلازمېنه کابل کې پر یوه موټر وکړ چې له هوا په نښه شو، د ۷ ماشومانو په ګډون لس ولسي کسان په کې مړه شول. برید د اګسټ پر ۲۹ د یوې بې پیلوټه الوتکې پر مټ و. دا وړ ګزارونه د افغانستان د شل کلنې جګړې پر وخت د ترهګرۍ خلاف د بریدونو یوه له مهمو کارېدونکو بڼو وه.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , Pashto Tv, ۱۳:۳۰, ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۱, ۲۶،۰۰ موده

  • واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۱, ۲۹،۳۰ موده

    د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول

  • راديويي څپې

    غږیز کتاب

    واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30

    خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.